فايننشال ټایمز ورځپاڼي راپور ورکړی چي، روسیې سلګونه یمنیان د اوکراین د جګړې لپاره ګمارلي دي.

د ټایمز د معلوماتو له‌‌‌‌‌‌‌مخي دغو کسانو ته د ډېرو پیسو او همداراز د روسیې د تابعیت د ورکړي ژمني سوي دي.
په راپور کي راغلي چي د نومبر په ۲۳مه حوثیانو پوري اړوند یوه شرکت له دغو یمنیانو سره روسیې ته په ورتګ کي مرسته کړې او دوی روسیې ته په رسېدو د جګړې لومړیو کرښو ته استول سوي دي.
په راپور کي همداشان راغلي چي، روسيه په دغه اقدام سره غواړي د بهرنیو جنګیالیو پرمټ د اوکراین په جګړه کي برلاسې سي.
د یادوني ده چي تر دې وړاندي د اوکراین د جګړې لپاره د شمالي کوریا د زرګونو سرتېرو او له روسي ځواکونو سره د ګډي مبارزې په اړه هم راپورونه خپاره سوي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *