فرانسه وايي، په افغانستان کي د بشري حقونو د سرغړونو او احتمالي جرمونو د څېړلو له پاره باید ژر تر ژره یو نړۍوال میکانیزم

فرانسه وايي، په افغانستان کي د بشري حقونو د سرغړونو او احتمالي جرمونو د څېړلو له پاره باید ژر تر ژره یو نړۍوال میکانیزم جوړ سي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي، تر هغه وخته چي ط..البان د بشري حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ټول‌شموله حکومت په اړه خپلي ژمني عملي نه کړي، د هغوی په رسمیت پېژندل امکان نه لري.
دغه وزارت د ښځو او نجونو پر وړاندي محدودیتونه هم غندلي او ویلي ئې دي، چي له افغان ښځو او نجونو به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

فرانسې همداراز ویلي چي په افغانستان کي د روان وضعیت سربېره به له افغانانو سره بشري مرستي، د روغتیا او زده‌کړو په برخو کي ملاتړ جاري ساتي.