قاري سعيد: ډرون او چاپه پر غريب ط..الب وه؛ اتل اوس د واکمن او خان زوی دئ

تر زابل را وروسته کندهار کي هم د کښتي رتبې ط..البان د مشرانو د خېښ او خالګۍ څخه تر پزې راغلي او د بغاوت ږغ ئې پورته کړی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو پخواني امر قاري سعيد د ط..البانو د واکمن نظام د توپيريز چلند څخه په عذاب سوی او پر خپله فېسبوک پاڼه ئې ليکلي، چي د امريکا د ډرون بريدونه او چاپي د غريبو ط..البانو پر کورونو وې، قربانۍ په زرګونو ځوانانو ورکړې؛ خو د ط..البانو اوسني اتلان او ښاغلي د خان او يا واکمنو زامن دي.
د هغه د دغه څرګندونو څخه ښکاري چي د ط..البانو په نظام کي فساد اوج ته رسېدلی او اوس د ط..البانو د کښته رتبې ط..البان د خپلو واکمنانو څخه په عذاب سوي دي.
هېره دي نه وي، چي تر قاري سعید مخکي په زابل کي هم د ط..البانو محلي قوماندان باوري زابلي د ط..البانو د توپيريز چلند او بې عدالتۍ په مقابل کي ږغ پورته کړی و.