قزاقستان اعلان کړی، چي د بېلابېلو طبي څانګو یو شمېر متخصص ډاکټران ئې افغانستان ته استولي، څو په سیمهییزو روغتونونو کي د ناروغانو درملنه او جراحي خدمات وړاندي کړي.
د راپورونو له مخي دغه ډاکټران د هډوکو، زړه، ماشومانو، عمومي جراحۍ، سږو او نورو برخو متخصصین لري او تر ډېره د سختو ټپونو او د پیدایښتي حرکتي ستونزو لرونکو ناروغانو پر درملنه تمرکز کوي.
د قزاقستان د روغتیا وزارت ویلي، له طبي مرستو سره هممهاله ئې افغانستان ته سلګونه ټنه بشري مرستي هم لېږلي دي.