قزاقستان د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د ګازو د نللیکي (ټاپي) په جوړولو کي ګډون ته لېوالتیا څرګنده کړې ده

اذرنیوز خبري اژانس راپور وکړی چي د قزاقستان صدراعظم ویلي، له ترکمنستان سره مذاکرات روان دي څو د دې پروژې په برخه کي د قزاقستان ممکنه ونډه وڅېړل سي.

د TAPI ګاز نللیکه ټولټال ۱۸ سوه کیلومتره اوږده ده او د څلورو هیوادونو له خاوري څخه تېرېږي.

د ګاز نللیکي د ترکمنستان برخي د جوړولو چاري چي په ۲۰۱۵ کال کي پیل سوي وې، بشپړي سوي دي.

د دې نللیکې وړتیا به هر کال ۳۳ میلیارد مکعب متره طبیعي ګاز وي. د پروژې لومړنی لګښت شاوخوا ۷ میلیارد ډالره اټکل سوی دی.

سره له دې چي د ترکمنستان او اسلامي امارت چارواکو د سپټمبر په یوولسمه د افغانستان په خاوره کي د دې پروژې د پیل مراسم جوړ کړل خو تراوسه پوري څرګنده نه ده چي د دې پروژې لګښت به له کومه برابریږي.