لغمان: ترافيکي پيښي يوکس وژلی او ۱۱ نور ټپيان سوي

‏نن سهار شپږ بجې د کابل – جلال آباد پر لويه لاره د لغمان ولايت سرخکانو چوک ته څيرمه يو سراچه او رنجر موټر د ټکر له کبله یو کس وژل سوی او ۱۱ نور زخمیان سوي دي.

په زخمیانو کي اته نظاميان او درې ملکي کسان شامل دي،

وژل سوی کس هم ملکي کس دی.

د لغمان د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر پیښه تایدوي او وایي، چي زخمیان روغتیایي مرکز ته انتقال سوي دي.

د پیښي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل سوې ده.