لغمان: کروندګر سږ کال د وچکالۍ څخه شکايت کوي

د لغمان ولایت کروندګر سږ کال د وچکالۍ څخه شکایت کوي، دوی وايي چي سږ کال ئې د اوبو د نشتون له امله رسیدلي فصلونه له مينځه تللي دي. د دغه ولایت بزګران له حکومت او اړونده مسوولینو څخه غوښتنه کوي چي د اوبو د ذخیره کولو لپاره دي بندونه جوړ سي تر څو په راتلونکي کي د دوی فصلونه له وچیدو وساتل سي.