د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري یا “یواینایچسيآر” د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کي له افغانستانه د خلکو د وتلو اصلي لاملونه، بېکاري، ناوړه اقتصادي وضعیت او خپلي مبهمي راتلونکي ته اندېښنې بولي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویي کمېشنرۍ د راپور له مخي، د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کي په افغانستان کي بېکاري، اقتصادي ناوړه وضعیت، د خوړو نه خوندیتوب او ښوونځي ته د نه لاسرسي له امله مبهمي راتلونکي، اکثریت افغانان هڅولي چي له افغانستان څخه ووځي او د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته ولاړ سي.
دې کمېشنرۍ د روان ۲۰۲۴م کال د جنوري له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مي پوري د افغانستان پر ټولو اتو رسمي او نورو شاوخوا پنځوسو غیررسمي پولو د خلکو د تګ راتګ او له ۱۱۰زرو څخه زیاتو کسانو سره د مرکو پر اساس خپل راپور پرون خپور کړی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي، یوازي په پاکستان او ایران کي تراوسه له پنځو میلیونو زیات افغانان اوسي.