له امریکایي پوهنتون څخه لسګونه نجوني فارفه سوې

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د منځنۍ اسیا له امریکایي پوهنتون څخه په لسګونو نجونو د فارغېدو خبر ورکوي.

دې سفارت چي له دوحې څخه فعالیت کوي، د سه شنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کي لیکلي چي، د منځنۍ اسیا امریکایي پوهنتون په ویاړ سره سږکال ۳۲ افغان نجونو او او۷ هلکانو ته د فراغت سندونه ورکړل.

د سفارت په خبره دغو محصلانو ته د متحده‌ایالتونو حکومت تحصیلي بورسیې برابري کړي وې.

د امریکا سفارت په‌دې اړه چي دغه محصلان په کومو څانګو کي روزل سوي، جزیات نه‌دي ورکړي، خو یوازي دومره یې ویلي، چي دغه فارغین د افغانستان د روښانه راتلونکي نښي او ټولو افغانانو ته د هیلو څرګندونه کوي.

وروسته له هغه چي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په کابل کي امریکایي پوهنتون خپلي چاري ودرولې، د دې پوهنتون ډېرو محصلانو ته له افغانستان څخه بهر په نورو هیوادونو کي په امریکایي پوهنتونو کي د تحصیل د دوام زمینه برابره سوې ده.