حال وش خبري اژانس ادعا کړې چي، شپږ ټپيان او لسګونو افغان کډوال چي د کلګان پر پوله د ایراني پولهساتو ځواکونو لهخوا په وروستۍ پېښه کي تر برید لاندې راغلي وه، نیمروز ولایت ته لېږدول سوي دي.
د نږدې دوه اوونيو په تېرېدو سره حکومت لهخوا ټاکل سوي پلاوي تر اوسه ايران سره پر پوله د ګڼشمېر افغان کډوالو د وژني او ټپي کېدو په اړه د راپورونو د څېړلو پايلي نهدي اعلان کړي.
خو د حال وش په نوم د بشري حقونو خپروني چي د سیستان-بلوچستان اړوند خبرونه خپروي، تازه د افغان کډوالو یوشمېر ویډیوګاني خپرې کړي دي، چي پکښي ادعا سوې چي شپږ کسان د کلګان پر پوله د ایراني پولهساتو ځواکونو لهخوا د وروستي برید پر مهال ټپیان سوي وه، د نیمروز ولایت روغتون ته انتقال سوي دي.
د حال وش په راپور کي ویل سوي، د دې پېښي ټپيان د نیمروز په روغتون کي بستر سوي دي.
د حال وش د سرچینو په حواله ویلي، د ټپیانو د لېږدولو سره هممهاله، لسګونه افغان کډوال د یکشنبې په ورځ د پاکستاني پوځ لهخوا نیمروز ته انتقال سوي دي.