د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وايي، له تاجکستان څخه يې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال برېښنا رانیولو تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا تړون د افغانستان د برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او د تاجکستان د تاجک سهامي شرکت د رئیس محمد عمر عسازاده ترمنځ په ترکیه کي لاسلیک سوی دی.
د دغه تړون پر اساس به په راتلونکي ۲۰۲۵ زېږدیز کال کي له ترکمنستان څخه افغانستان ته برېښنا راواردېږي او افغانستان به یې پیسې ورکوي.
په افغانستان کي لا هم د بریښنا ستونزه تر ډېره پر ځای پاته ده او خلکو ته بریښنا په ډېره لوړه بیه ورکول کیږي.