له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق پرانیستل سو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه جوړ سوی صندوق پرانیستل سو.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، چي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او هغو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کي د دغه صندوق رامنځته کول مهم بللي دي.
ملا عبدالغني برادر ویلي، چي په دې سره به د خصوصي سکټور د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت او کورنیو تولیداتو د ودي او پرمختګ بهیر ګړندی او دغه راز به هیوادوالو ته کاري فرصتونه برابر سي.
ده زیاته کړې، ا.ا ته له خصوصي سکټور څخه ملاتړ، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوني زمینه برابرول او د کورني صنعت پرمختګ لومړیتوب لري.