له هغه وروسته چي نژدې یوه میاشت وړاندي امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندي جګړه پیل کړه

له هغه وروسته چي نژدې یوه میاشت وړاندي امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندي جګړه پیل کړه، تازه نظرپوښتني ښيي چي د امریکا ډېری وګړي له دې جګړې سره مخالف دي او د حکومت له تګلاري ناخوښ دي.
د ټایم مجلې د راپور له مخي، د جګړې له پیل سره سم په لومړیو ورځو کي هم د خلګو پراخ مخالفت موجود وو، ځکه ډېرو امریکایانو ته د جګړې دلیل روښانه نه وو او د جګړې د اوږدېدو په اړه اندېښنې وې. نوي سروې ګاني ښيي چي دا مخالفت لا هم دوام لري.
د پیو څېړنیز مرکز د نظرپوښتني پایلي څرګندوي، چي شاوخوا ۶۱ سلنه امریکایان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مدیریت څخه راضي نه دي. همداراز، د اسوشیټېډ پرېس د عامه چارو د څېړني مرکز موندني ښيي چي له هر لسو کسانو شپږ تنه باور لري، چي د ایران پر وړاندي پوځي اقدام له حده زیات وو.

د کوینیپیاک پوهنتون سروې ښيي چي ۴۲ سلنه رایه ورکوونکي په دې باور دي چي دا جګړه نړۍ نوره هم ناامنه کړې ده.
حتی د فاکس نیوز نظرپوښتنه، چي عموماً د ټرمپ پلوي بلل کېږي، هم ښيي چې ۵۸ سلنه خلګ له جګړې سره مخالف دي.
په ورته وخت کي د رویټرز او ایپسوس ګډه نظرپوښتنه هم تائیدوي چي ۶۱ سلنه ګډونوال د امریکا له بریدونو سره مخالفت لري او همدومره خلګ د ولسمشر ټرمپ له کړنو ناخوښي څرګندوي.