له ویاندویانو پرته هیڅ څوک د معلوماتو شریکولو اجازه نه لري

د سرپرست حکومت د مشرتابه د یوه فرمان له مخي تر دې وروسته له دولتي ویاندویانو ماسوا هیڅ څوک د معلوماتو شریکولو اجازه نه لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن (دوشنبه) ویلي چي، د دغه فرمان د عملي کېدو په خاطر ئې له مرکزي ویاندویانو سره د همږغۍ غونډه جوړه کړې وه.

په دغه فرمان کي دولتي ویاندویان مکلف دي چي، د افغان سرپرست حکومت موخي، پالیسۍ، فعالیتونه، لاسته راوړني او نور اړوند معلومات رسنیز کړي او له هغو معلوماتو شریکولو څخه ډډه وکړي چي، د افغان سرپرست حکومت موقف په کښي واضح نه وي.

په فرمان کي هر ویاند مکلف سوی چي، د معلوماتو تر شریکولو مخکي له خپلي ادارې څخه اجازه واخلي.

دا په داسي حال کي ده، چي یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي پر محدودیت نیوکه کوي او وايي چي مسوولینو د رسنیو او خبریالانو پر کار سخت شرایط وضع کړي دي.