له پاکستاني زندانونو ۵۴ تنه افغانان ازاد سوي دي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چي، د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان ازاد سوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، دا کسان تر ازادېدلو وروسته پرون د کندهار پر سپین بولدک او د ننګرهار پر تورخم هیواد ته راستانه او مرستندویه سازمانونو مرستي هم ورسره کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه افغانان په یاد هیواد کي د اوسېدو د اسنادو نه لرلو امله نیول سوي وه او له درو څخه تر ۲۰ ورځو پوري په زندان کي وه.
دا کسان داسي مهال له پاکستاني زندانونو څخه ازاد سوي چي، په پاکستان کي یو ځل بیا د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل سوې او ان قانوني کډوال چي اسناد لري د پولیسو له خوا نیول کيږي او پیسې ځني اخیستل کیږي.