له پاکستان سره د افغانستان ترانزیتي سوداګري سږ کال ۸۴ سلنه کمه سوې ده

د راپورونو له مخي له افغانستان سره د پاکستان ترانزیتي سوداګري تر ډېره د قاچاق خلاف د پاکستان د اقداماتو له امله کمه سوې ده.

ویل کیږي چي له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۴۰ سلنه کم سوي او د دغه هېواد صادرات ۱۲ سلنه زیات سوي دي.

د معلوماتو له مخي، په روان مالی کال کي د پاکستان له لاري افغانستان ته وارد سوي توکي هم ۸۳ سلنه کم سوي دي، خو د پاکستان له لاري د افغانستان صادرات ۹۶ سلنه کم سوي دي.

ویل کیږي چي د افغانستان صادراتي توکي له ۹۶.۶۳ میلیون ډالرو څخه ۳.۹۱ میلیون ډالرو ته راټیټ سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *