له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو په دوهم پړاو کي هیواد ته راغلي افغانان وایي، هلته یې کوچنیان برمته کېدل

په کندهار کي د کډوالو په لنډمهاله کمپ کي له پاکستانه تازه را ایستل سوي کسان وايي، د افغان کډوالو د جبري ایستلو له دوهم پړاو سره سم په دغه هیواد کي د افغان کوچنیانو د تښتولو پيښي زیاتي سوي دي.
د دوی په وینا، د ډیرو افغانانو کوچنیان تښتول کېدل او د خوشي کېدو په بدل کي یې د هغوی له کورنیو څخه د پيسو غوښتنه کېدل.
تازه را ایستل سوي کسان دغه راز شکایت کوي چي د پاکستاني پولیسو له خوا ورسره سخت ناوړه چلند کېدی، پيسې او نور قیمتي توکي یې ځني اخیستل.
مسوولین وايي، د سپین بولدک له لاري په ورځني ډول له ۶۰ تر ۱۰۰ کورنۍ هیواد ته راستنېږي چي ډېری یې پاکستاني ځواکونو وهلي پیسې او نور توکي یې ځني اخیستي دي.