لوی درستیز په افغانستان کي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په اړه یو ځل بیا ادعاوي رد کړې

لوی درستیز وایي، د تحریک طالبان پاکستان ډله د افغانستان له خاوري نه، بلکي د پاکستان له دننه بریدونه کوي او خپلي طرحي جوړوي.
فصیح‌الدین فطرت د دفاع وزارت د یو کال د لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې نن په کابل کي د پاکستان دا ادعا یو ځل بیا رد کړه چي د (ټي‌ټي‌پي) وسله‌وال د افغانستان دننه فعاله دي.
هغه وويل، ټي‌ټي‌پي په پاکستان کي ښکاره مرکزونه لري، سیمي یې نیولي دي او له هغو ځایونو څخه د پاکستان پر پوځیانو او حکومتي ځایونو بریدونه کوي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یوه ورځ مخکي تر دې څرګندونو ویلي وه، چي ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاوري د پاکستان دننه خپل بریدونه تنظیموي.
تر دې مخکي هم پاکستاني چارواکو بیا بیا ادعا کړې وه، چي د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال د افغانستان دننه په سرحدي سیمو کي ځای پر ځای سوي دي او له هغه ځایه د پاکستان دننه بریدونه کوي.