لیکوال: حمیدالله محمد شاه – الجزیره
ژباړه: ډاکټر رضامومند
د کابل ښار له یوې لوړي غونډۍ څخه، انټرکانټیننټل هوټل کابل داسي ولاړ دئ لکه یو چوپ شاهد، چي د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو ډراماتيک بدلونونه یې له نږدې ليدلي دي. دا هوټل يوازي د کانکريټ او ښيښې يوه لوکسه ودانۍ نه وه، بلکي لکه څنګه چي برېتانوي خبرياله لېز دوسېت يې يادونه کوي، د يوه ملت د هيلو هنداره وه او بيا د هغو هيلو د ماتېدو نښه هم وګرځېده.
د کابل په زړه کي د عصريتوب حباب
انټرکانټيننټل هوټل د ۱۹۶۹ کال د سپتمبر پر ۹مه پرانيستل سو، هغه مهال چي پاچا محمد ظاهر شاه د افغانستان د عصري کولو پروژه رهبري کول. دا هوټل د برېتانيا حکومت له لوري د ۲.۵ ميليونه پونډه پور په مرسته جوړ سو او د «انټرکانټيننټل» د نړيوالي شبکې برخه وګرځېد.
د معاصر تاريخ افغان څېړونکی ډاکټر احمد فهيم الجزيرې ته وايي:
«دا هوټل يوازي يو سياحتي پروژه نه وه، بلکي يو سياسي پيغام هم و. کابل غوښتل نړۍ ته وښيي چي د عصري نړۍ برخه ده او کولای سي ډيپلوماټان او سوداګر په يوه ځای کي ومني.»
په هغه وخت کي، دا هوټل د يوه محافظهکار او بېوزله هېواد په منځ کي يوه بېله نړۍ وه: لوېديځه موسيقي، بهرنۍ ښځي د لامبو په جامو کي، اروپايي پخلي کوونکي… او کابل ته د «منځنۍ اسيا پاريس» ويل کېدل.
خو دا «روښانه حباب»، لکه څنګه چي لېز دوسېت يې بولي، ډېر ژر وچاودېد. له پوځي کودتاوو وروسته، بيا د شوروي يرغل، او بيا کورنۍ جګړې پيل سوې. انټرکانټيننټل له يوه سمبوليک لوکس ځای څخه په ستړي او نيمه ويجاړ هوټل بدل سو، چي د افغان ولس د دردونو ژوندی ثبوت وګرځېد.
رحمتالله نيازی، چي د هوټل له پخوانيو کارکوونکو څخه دئ، الجزيرې ته وايي:
«موږ به هر ځل د حکومت له بدلون سره د مشرانو انځورونه بدلول. زما د کار په موده کي مي د شپږو مشرانو عکسونه بدل کړل. زه به هغوی نه پېژندلم، خو کار ته به مي دوام ورکاوه… زما له مخي ډېر مخونه تېر سول، وختونه بدل سول، خو هيڅکله مي فکر نه کاوه چي هېواد به تر دې حده سقوط وکړي.»
لوېديځو خبريالانو هغه مهال دې هوټل ته «د نړۍ تر ټولو بد هوټل» ويل؛ خو د کارکوونکو لپاره همدا ځای د کابل د ثبات وروستۍ نښه وه.
هغه څه چي د لېز دوسېت کتاب ځانګړی کوي دا دي چي هغې د لويو جنرالانو پر ځای د عادي خلکو کيسې راخيستي دي. هغې د استقبالي کارکوونکو، پخلي کوونکو، پاکوونکو او ساتونکو ژوند ته پام کړی، نه د جګړو نقشو ته.
د کورنۍ جګړې پر مهال، هوټل د بېوزلۍ نښه سو: نه رواني اوبه وې، نه د تودوخې سيستم کار کاوه، او نه ډوډۍ خوند درلود. خوني د مجاهدينو د توغنديو پر وړاندي پناهځایونه سوي وې. لوکس څراغونه مات سوي وو، پوړونه وار په وار ويجاړېدل او بيا رغول کېدل. خو سره له دې، کارکوونکو خپل کار ته دوام ورکړی و.
د هغوی لپاره دا هوټل يوازي د کار ځای نه و، بلکي د ژوند وروستۍ هيله وه. دا کيسه يوازي د يوه هوټل نه ده، بلکي د افغانستان د نيمي پېړۍ هنداره ده: له لوړو هيلو تر ژورو ماتېدنو پوري، نه د مشرانو له سترګو، بلکې د عادي خلکو له نظره.
لېز دوسېت هڅه کوي چي لوستونکي افغانستان د خپلو خلکو له سترګو وويني؛ د ورځني ژوند، هيلو، وېرو او برياوو له لاري. هغې د جنرالانو او جګړې پر ځای د عادي افغانانو ژوند ته لومړيتوب ورکړی، څو هغه انځور بدل کړي چي نړيوالي رسنۍ يې خپروي — يوازي جګړه، طالبان، چادري او ځانمرګي بريدونه — او د خلکو انساني اړخ څرګند کړي.
فاطمه جليل، افغانه څېړونکې، الجزيرې ته وايي:
«لېز دوسېت د يوې نادري خبريالۍ لړۍ برخه ده چي باور لري د جګړو پوهه له پخلنځي پيلېږي، نه له عملياتي خوني، هغې د افغانستان د خلکو ژوند ته ژوره کتنه کړې او له ټولني سره نږدې پاته سوې ده.»
کتاب د هغو کسانو ورځنی ژوند بيانوي چي په هوټل کي يې کار کاوه: د استقبالي پرسونل نظم، د سهار لمونځ، شين چای، تازه ډوډۍ او ساده خواړه — او په همدې ډول د افغانانو ورځنی ژوند او هيلي انځوروي. لېز دوسېت غواړي وښيي چي افغانستان يوازي د جګړو او بحرانونو هېواد نه دئ، بلکې خلک يې د عادي ژوند لپاره هڅه کوي، څو د هيلو او صبر ژوند ولري.
هوټل د خپلې تاريخي دورې پر مهال د پام وړ پېښي هم وليدې. په ۱۹۷۱ کال کي، هوټل د فرانسوي ډيزاينر پییر بالمان د فېشن نندارې کوربه و، چي د ځينو لپاره د عصريتوب او پرانيستۍ جشن و، خو د نورو محافظهکارو لپاره يې فرهنګي جنجال راوپاروه.
د ټولنپوهنې کارپوه خالد حکيمي وايي:
«دولت غوښتل د ښار او کلي ترمنځ واټن راکم کړي، خو ښار ته د لوېديځ ژوند راوړل د کليوالو سخت غبرګون راوپاروه. همدا تضاد د افغانستان د اوږدمهالو شخړو له اصلي لاملونو څخه و.»
هوټل د طالبانو له خوا هم دوه ځله په بريدونو کي وځپل سو (۲۰۱۱–۲۰۱۸)، ځکه هغوی دا ودانۍ د لوېديځو ارزښتونو سمبول باله. يو ځوان جنګيالي په صراحت ويلي و:
«دا ودانۍ يوازي د شتمنو لپاره جوړه سوې ده.»
سره له دې ټولو پېښو، هوټل د خلکو لپاره تل د اميد او ثبات يوه نښه پاتې سوې ده.
حضرت خان، چي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې کار له لاسه ورکړ، وايي:
«زه هيڅکله اميد له لاسه نه ورکوم. زه باور لرم چي انټرکانټيننټل به يو ځل بيا د کابل غوره هوټل سي.»
لېز دوسېت د دې کتاب له لاري د افغانستان د نيمي پېړۍ د خلکو ژوند، هڅي، ستونزي او هيلي انځور کړي دي، او لوستونکي ته ښيي چي د جګړو تر څنګ د افغانانو انساني اړخ او د عادي ژوند هيلي هم سته!.