مایک بوست: بګرام هوايي اډه باید ساتل سوې وای

د امریکا د استازو جرګې د پخوانیو سرتېرو چارو کمېټې مشر مایک بوست په خپلو تازه څرګندونو کښي ويلي دي، چي د بګرام هوايي اډه د روسيې، عراق او چین پر وړاندې د امريکا له پاره تر ټولو نږدې اډه وه. هغه زیاته کړې، کله چي د جوبایډن په دوره کښي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پیل سوه، بايډن ته مشوره ورکول سوه، چي د بګرام هوايي اډه باید وساتل سي او شاوخوا ۵ زره سرتېري هلته پاته سي.
بوست وویل: «موږ اوس له چین، افغانستان او روسيې سره لاس او ګريون يو د بګرام هوايي اډه په سیمه کښي زموږ تر ټولو پرمختللې هوايي اډه وه.))
نوموړي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهير باندي هم نیوکه کړې او ویلي ئې دي، چي حتی د امریکا د پوځ یو عادي غړی هم کولای سوای چي د افغانستان څخه له دې ښه وتل پلان کړي هغه زیاته کړه: «حتی یو E1 رتبه (د امریکا په پوځ کښي تر ټولو ټیټه رتبه) لرونکی سرتېری، که ئې د ‘ریسک’ لوبه کړې وي، کولای سول له هغه څه چي موږ وکړل، غوره وتل پلان کړي وای.))