متحده عربي امارات؛ له ازمویني سره مخ سوداګري او تفريح
ليکواله: ريچل چيسن
سرچينه: واشنګټن پوسټ
د شنبې په سهار د دوبۍ د نړيوال هوايي ډګر له پاسه وروسته له هغه تور لوګی پورته سول، چي يوه ايراني بېپيلوټه الوتکه د ترمينل ترڅنګ وويشتل سوه. هماغه شپه د مارينا بېچ په سيمه کي د چاودني ږغ واورېدل سو، کله چي د بلي بېپيلوټه الوتکي پاته شوني له يوې لوړي ودانۍ سره ولګېدل. د يکشنبې تر سهاره د ساحلي تفريحي مرکزونو په شاوخوا کي د توغنديو د خطر زنګونه وږغېدل.
تر يوې اوونۍ زيات وخت تېر سو چي د امريکا او اسرائيلو بريدونو ايران په نښه کړی دی. دا بريدونه، چي د ايران د مشر د وژل کېدو لامل هم سول، د سيمي سياسي او امنيتي فضا يې نوره هم توده کړه. له هغه وروسته د خليج هېوادونه لا هم د ايران د توغنديو او بېپيلوټه الوتکو د بريدونو تر فشار لاندي دي او دا بريدونه تر اوسه کم سوي نه دي.
دغه بېساري حالت هغه هېوادونه ولړزول چي په تېرو لسيزو کي له لږ نفوس لرونکو صحراوو څخه د سوداګرۍ او ګرځندوی مهمو نړيوالو مرکزونو ته بدل سوي وو. دا بريدونه د دوی هغه انځور تر پوښتني لاندي راولي چي ګواکي د شتمنۍ او ثبات خوندي پناه ځايونه دي. همدارنګه دغه حالت هغوی دې ته اړ کړي چي په هغه جګړه کي دريځ ونيسي چي پخوا يې په ښکاره ډول مخالفت ورسره کاوه.
د خليج د پرمختګ او همدارنګه د هغې د خطرونو تر ټولو څرګنده بېلګه همدا دوبۍ ده. دا ښار د اماراتو تر ټولو لوی او ګڼ مېشتی ښار دی او د شاوخوا څلور ميليونه اوسېدونکو له جملې څخه تر نوي سلنه زيات بهرنيان دي.
يو اماراتي سياسي استاد وويل چي دوبۍ هم د امن پناه ځای دی او هم يو نړيوال برانډ او نمونه. د هغه په وينا، دغه ښار داسې انځور جوړ کړی چي خلک ورته د رسېدو ارمان لري، خو اوس دغه انځور له زيان سره مخ سوی دی. د ده په خبره، اصلي پوښتنه دا ده چي دا زيان به لنډمهالی وي که دوامدار.
د خليج هېوادونو لکه اماراتو، سعودي عربستان او قطر پرمختګ تر ډېره د دوی د رهبرانو د متوازنې ديپلوماتيکې تګلاري پايله وه. هغوی له لوېديځ سره ستراتيژيکي اړيکي وساتلې، له ايران سره يې هم مناسبات خراب نه کړل او په عين وخت کي يې د امريکا پوځي اډو ته اجازه ورکړه.
د بېلګي په ډول اماراتو له اسرائيلو سره د اړيکو د عادي کېدو تړون لاسليک کړ، خو په عين وخت کي د ايراني سوداګرۍ يو مهم مرکز هم پاته سو. خو شنونکي وايي چي دغه متوازن سياست اوس له جدي ازموينې سره مخ دی.
د رسمي معلوماتو له مخي په تېرو نهو ورځو کي ايران پر اماراتو د اسرائيلو پرتله شاوخوا دوه چنده زيات توغندي او بېپيلوټه الوتکي توغولي دي. د دوبۍ هوايي ډګر او د ښار ځيني مشهوري ودانۍ هم هدف ګرځېدلي دي.
په ټوله خليج سيمه کي بريدونه دوام لري. راپورونه وايي چي ايران پر بحرين، کويت، قطر او سعودي عربستان هم بريدونه کړي دي. په اماراتو کي چارواکو اعلان وکړ چي د الرويس په صنعتي سيمه کي د بېپيلوټه الوتکي له بريد وروسته رامنځته سوې اورلګېدنې ته رسېدګي کوي. دغه سيمه د پتروشيمياوو د تصفيې يو لوی صنعتي مرکز دی.
چارواکي وايي چي د دوی دفاعي سيستمونه تر ډېره بريده فعال دي او شاوخوا څلور نوي سلنه بريدونه شنډ سوي دي. امارات له کلونو راهيسي پرمختللي توغنديز دفاعي سيستمونه کاروي. سره له دې، د جګړې له پيل راهيسي څلور کسان وژل سوي او تر سلو زيات ټپيان سوي دي.
خو سيمه لا هم د لوړ امنيتي خبرداري په حالت کي ده. د جګړې پای لا نه ښکاري او د خليج د هېوادونو ځيني کمزورۍ لکه د خوړو وارداتو او د سمندري اوبو د تصفيې پر سيستمونو تکيه، د اندېښنې وړ بلل کېږي.
په لومړيو ورځو کي د دوبۍ ځينو اوسېدونکو ښار پرېښود، خو ډېری نور لا هم پاته دي. ځيني خلک د حکومت پر امنيتي وړتياوو باور لري، خو د جګړې د پای په اړه ډاډمن نه دي.
په همدې حال کي د ايران ولسمشر د خليج له ګاونډيانو بښنه وغوښته او ويې ويل چي بريدونه به ودرېږي، خو څو ساعته وروسته بيا د دوبۍ له هوايي ډګر څخه لوګی پورته سو. راپورونه ښيي چي امارات د يوې اوونۍ په پای کي د سلګونو بېپيلوټه الوتکو او لسګونو بالستيک توغنديو هدف ګرځېدلی دی.
شنونکي باور لري چي د ايران د چارواکو څرګندونو او د بريدونو د دوام تر منځ دا توپير ښايي د ايران د سياسي جوړښت دننه اختلافونه څرګند کړي.
سره له دې، د خليج هېوادونو تر اوسه يوازي د ځان دفاع کړې ده او د ايران پر ضد جګړې ته په رسمي ډول نه دي ورګډ سوي. هغوی هڅه کوي چي د ديپلوماتيکو لارو او نړيوال فشار له لاري د کړکېچ مخه ونيسي.
په دوبۍ کي، چي د نړيوالو رسنيو او ټولنيزو شبکو د انځورونو ښار بلل کېږي، د جګړې د روايت پر سر هم سيالي روانه ده. ځينو رسنيو ښار د جګړې تر محاصرې لاندي ښودلی، خو د ټولنيزو شبکو ځينو مشهور څېرو بيا د عادي ژوند انځورونه خپاره کړي دي.
په ښار کي ورځنی ژوند لا هم روان دی، که څه هم سوداګري تر پخوا کمه سوې ده. ځيني خلک وايي چي ژوند دوام لري او ښار لا هم خوندي دی، خو ډېری نور بيا د راتلونکو ورځو په اړه د انتظار او اندېښنې په حالت کي دي.