متقي د سره صلیب له نړیوال فدراسیون څخه غوښتي چي د افغان روغتونونو سره مرسته وکړي

د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان روغتونونو ته د سره صلیب او سرې میاشتي نړیوال فدراسیون د مرستو غوښتنه کړې ده.
هغه دغه غوښتنه د دغه فدراسیون د اسیاپسفیک څانګې له مشر الکساندر متیو سره په کتنه کي کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر ایکس پاڼه لیکي چي دا لیدنه نن تر سره سوې او امیر خان متقي د سره صلیب د نړيوال فيدراسيون هیئت ته د هیواد هغه اړمني سیمي او برخي په ګوته کړي چي د همکارۍ ژوره اړتیا پکښي لیدل کیږي.
هغه د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د دغه چارواکي په وینا لیکلي چي تېر کال سره صلیب په افغانستان کي پر روغتیا، اوبو رسولو او د طبیعي پېښو پر وړاندي مبارزه ۲۸ میلیونه سویسي فرانکه لګولي دي.
د سره صلیب نړیوالي کمېټې په تېره اګست میاشت کي ویلي وه چي د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره به خپلي مالي مرستي بندي کړي.