محسن داوړ: مولانا خانزيب د هغه د سپېڅلي مبارزې له امله د پښتنو دښمنانو ش.هید کړ

د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخوانی غړی محسن داوړ وايي، چي د سولي یو بل پښتون ږغ، مولانا خانزیب هم د پښتون قوم دښمنانو ش.هيد کړ.
نوموړي په خپل ایکس کي لیکلي، چي مولانا خانزیب د تندلاریتوب پر ضد یو پیاوړی او څرګند ږغ او د همدې مبارزې له امله شهيد کړل سو. هغه وايي کومي وسله‌والي ډلي چي په پښتونخوا کي فعالیت لري مولانا خانزیب ئې د خپل فعال دریځ او مبارزې له امله په نښه کړی او وژلی دئ