محمدنبي عیسی خیل : غواړي تر چمپینز ټراپۍ وروسته یو ورځنۍ سیالۍ پرېږدي

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلي تر ټولو مشر لوبغاړي محمدنبي عیسی خیل د بنګله‌دېش پر وړاندي له لومړۍ لوبي وروسته وویل، غواړي تر چمپینز ټراپۍ وروسته یو ورځنۍ سیالۍ پرېږدي.

محمدنبي د بنګله‌دېش پر وړاندي د رواني لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي ښه وځلېدی چي په توپوهنه کي یې ۸۴ منډي وکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

محمدنبي تر دې دمه په ۱۶۵ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کي د افغانستان استازولي کړې ده چي په ۱۴۵ پاڼیو کي یې ۳۵۴۹ منډي کړي دي، دوې سلیزې او ۱۷ نیمه سلیزي یې وهلي دي.

۳۹ کلن محمدنبي د افغان کرکټ د لومړنیو لوبغاړو له ډلي یوازېنی لوبغاړی دی چي دومره ډېري یو ورځنۍ سیالۍ یې کړي دي، هغه په ۱۵۹ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کي توپ اچونه کړې چي ۱۷۱ ویکټي یې اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *