محمدیوسف سروري د جرمني د سوک‌وهني د ملي لوبډلي په ټاکنیزو سیالیو کي ونډه اخلي

په جرمني کې مېشت افغان سوک‌وهونکی «محمدیوسف سروري» د جرمني د سوک‌وهني د ملي لوبډلي په ټاکنیزو سیالیو کي ونډه اخلي.

دغه سیالۍ د جرمني په برلین ښار کي کېږي او سروري به خپلو سیالانو ته په ماته ورکولو سره د المان ملي لوبډلي ته لاره پیدا کړي.

د یادولو ده چي محمد یوسف سروري د روان کال د جون میاشتې ۲۴مه د ۶۳،۵ کیلو ګرام په وزن کي خپلو درېیو سیالانو ته په ماته ورکولو سره د المان د سوک‌وهني ملي لوبډلي ټاکنیزو سیالیو ته لاره پیدا کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *