په تبعید کښي د افغانستان د جمهوریت اعلانونکي مشر محمد ابراهيم الکوزي د اسرائیلو له خوا پر ایران باندي وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي.
نوموړي دا بریدونه د نړۍوالو قوانینو او اصولو ښکاره نقض بللی او له نړۍوالي ټولني ئې غوښتنه کړې، چي په دې کړکېچ کښي سمدستي مداخله وکړي ترڅو په سیمه کښي تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
الکوزي دغه راز ویلي، چي د ایران پر خاوره باندي د اسرائیلو پوځي برید نه یوازي د یو خپلواک هیواد د حاکمیت نقض دی، بلکي دا د سیمي د سولي او ثبات له پاره هم یو جدي ګواښ دئ.
هغه وايي: “دا ډول کړني د نړۍوالو قوانینو پر وړاندي یوه ستره سرغړونه ده او که پر وخت ئې مخه ونه نیول سي، کیدای سي، په سیمه کښي د لا زیاتو شخړو او تاوتریخوالي لامل سي.”
نوموړي د ملګرو ملتونو، د نړۍوالو سازمانونو او د نړۍ له مشرانو غوښتنه کړې، چي د دې ستونزو د حل له پاره دي سمدستي ګامونه پورته کړي. هغه دغه راز پر ډیپلوماتیکو هڅو ټینګار کړی او وايي چي د پوځي بریدونو پر ځای دي د خبرو اترو او سولهییزو لارو له لاري د شخړو حل ته لومړیتوب ورکول سي