د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، چي د هیواد د یوشمېر شخصیتونو، سیاستوالو او مدني ټولنو په حضور کي د استانبول ناسته یو هیله بښوونکی نوښت دی.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، هر هغه ګام چي د یوې اجماع او د سیاسي او مدني خواوو ترمنځ د یوې هوکړي او په هیواد کي د سولي او یو مشروع نظام د رامنځته کولو په موخه د بین الافغاني خبرو اترو لپاره پورته کېږي؛ باید د ملي او نړۍوال ملاتړه برخمن سي.
هغه دغه راز د دغه ناستي جوړونکو او ګډونوالو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او له ترکیې یې د دغه ډول ناستو لپاره د فرصتونو په برابرولو کي مننه کړې ده.
تېره ورځ له ترکیې څخه سرچینو ویلي وه، چي د پنجشنبې په ورځ په استانبول کي د بندو دروازو تر شا د سیاسي فعالانو او د پخواني افغان حکومت چارواکو یوه غونډه جوړه سوه.
د راپور له مخي، د دې غونډي کوربه حکمت خلیل کرزی او ادریس زمان دي.