مرسي کورپس: کابل کښي اووه ميليونه انسانان پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري

د مرسي کورپس په نوم يو نړۍوال سازمان ويلي دي، چي د افغانستان په مرکز کابل کښي شاوخوا اووه ميليونه انسانان پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او د اوبو د‌ بحران سره مخامخ دي.
دغه سازمان وايي، چي د کابل ښار د نيمايي څاګانو څخه زيات وچ سوي او اوبه نه لري.
دغه سازمان وايي، چي اندېښنه لري، چي د ۲۰۳۰ ميلادي کال پوري په کابل کښي د اوبو د وچېدو امکان سته.
ياد سازمان زياتوي، چي تېرو لسو کلونو په موده کښي د کابل د ځمکي لاندي اوبو سطحه ۳۰ متره کښته سوې ده. د یاد سازمان په راپور کښي په کابل ښار کښي چټکه پراختیا او د اقلیم بدلون د دغه بحران دوه اساسي عوامل بلل سوي.