مسوولین: امنیتي کسانو د یوه سوداګر دوه زامن له تښتوونکو څخه ازاد کړي

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې ریاست پولیسو د یوه سوداګر دوه کوچني زامن چي تښتوونکو څو ورځي مخکي تښتولي وه وژغول سوه.
هغه پر ایکس لیکلي چي دغه کوچنیان د کابل ښار له کارته سخي سیمي څخه تښتول سوي وه چي نن خپلي کورنۍ ته وسپارل سوه.
هغه زیاته کړې، چي د دغه قضیې په تړاو یو انسان تښتوونکی نیول سوی او د نورو د نیولو هڅي هم روانې دي.