مسوولین: د فوټسال ملي ټیم په منظم ډول د نړیوالو لوبو لپاره د ایران په مشهد کي تمرینونه کوي

په‌داسي حال کي، چي د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام د لوبو پیل ته چي ټاکل سوې په ازبکستان کي وسي تر یوې میاشتي کمه موده پاته ده، د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم مسولین په دغو لوبو کي د افغان لوبغاړو د تیاریو خبر ورکوي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم مدیر نصیر صداقت وایي، چي د ملي ټیم لوبغاړي په منظم ډول د نړیوالو لوبو لپاره د ایران په مشهد کي تمرینونه کوي.
د فوټسال د نړیوال جام د سیالیو په پچه اچوني “قرعه کشۍ” کي چي د جوزا د میاشتي په شپږمه شپه د ازبکستان په سمر قند کي وسوه د افغانستان د ټیم سیال ټیمونه معلوم سول.
د فوټسال د برخي پوهان وايي، دا چي د افغانستان ملي ټیم په لومړي ځل دې لوبو ته لار پیدا کړې هیله‌من دي چي د ښه تمرین په کولو سره په‌دې لوبو کي ښه وځلیږي.