مسوولین: د لوی احمدشاه بابا د کور ترمیماتي چاري ۷۰ سلنه بشپړي سوي دي

د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي، د لوی احمدشاه بابا د کور ترمیماتي چاري چي څه موده مخکي پیل سوي وې ۷۰ سلنه بشپړي سوي دي.
د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني د لوی احمد شاه بابا د کور د بيارغوني چارو له ليدني وروسته ویلي، چي هلته یې اړوند مسوولينو ته د چارو په ښه توګه د ترسره کولو او د دغه تاريخي کور د ساتني اړوند لازمي سپارښتني کړي دي.
د لوی احمدشاه بابا د کور د بيارغوني چاري د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري څو میاشتي مخکي پيل سوي دي، چي اوس مهال یې ۷۰ سلنه چاري بشپړي سوي.
د مسوولینو په وینا، پاته چاري به يې په راتلونکو شاوخوا دریو مياشتو کي بشپړي سي.