مسوولین: راتلونکې دوشنبه چي د جون ۱۷مه ده په افغانستان کي د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

ملي راډیو تلوېزون د چارواکو په حواله خبر ورکړی چي راتلونکې دوشنبه چي د جون ۱۷مه ده په افغانستان کي به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
سعودي عربستان بیا تر دې وړاندي خبر ورکړی وو چي راتلونکې یکشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ ورځ وي.
مخکي ستري محکمې هم په یوه اعلامیه کي ویلي وه، چي راتلونکې دوشنبه چې د غبرګولي ۲۸مه ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ به وي.
خو اوس ملي رادیو تلوېزون د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د اختر په مناسبت د درېیو ورځو د رخصتۍ د خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، چي راتلونکې دوشنبه اختر دی.
د سعودي عربستان ستري محکمې د جون پر اوومه ویلي وه، چي د جون پر ۱۴مه د حج مراسم پیلیږي، د جون پر ۱۵مه عرفات او د جون پر ۱۶مه چي د یکشنبې ورځ ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.