مسوولین: له کندهار څخه د ۹۴۰ راسه پسونو د قاچاق مخنیوی سوی

د کندهار د کرني او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د کندهار یو شمېر کسانو غوښتل چي د ښورابک ولسوالۍ له لاري ۹۴۰ راسه پسونه پاکستان ته قاچاق کړي چي مخنیوی یې سوی.
د دغه ریاست مطبوعاتي مسوول مطیع الله سعیدي وایي، دغه پسونه د ښورابک ولسوالۍ د کرني مدیریت او امنیې قوماندانۍ د مسوولینو په ګډو هڅو له قاچاق څخه راګرځول سوي دي.
هغه د دغه پسونو په تړاو د نیول سوو کسانو په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي، پسونه د ښورابک ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته لېږدول سوي.
له دې مخکي هم د زیات شمېر هغه پسونو مخه نیول سوې چي پر ډیورنډ کرښه پاکستان ته قاچاق کېدل.