مسوولین وایي، د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کي د ۱۲ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چي درې اوونۍ مخکي پيل سوي وې، د محمد خان لېسې لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د يادو سياليو پايلوبه د محمد خان لېسې او لوی باغ لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده.

د مسوولینو په وینا، په پنالټيانو کي محمد خان لېسې لوبډلي سيالي لوبډلي ته د ۲/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.