مسوولین وایي، د کوچنیانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین به سبا شنبه د اګست په لسمه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي پیل سي

پولیو فري افغانستان پر خپله ایکس‌پاڼه د دې خبر ترڅنګ له ټولو کورنیو غوښتي چي، له پولیو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصون کي خپله ونډه ترسره کړي.

پولیو فري افغانستان په یوه بیان کې پر مېندو او پلرونو ږغ کړی، چي که کوم ماشومان یې د پولیو د واکسین له کمپاینونو پاته وي، نو هغه دي ژ رتر ژره په نژدې کلینیک کي واکسین کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندي د پولیو د له‌منځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ په‌دې وروستیو کې ویلي چي، په افغانستان کي د روان میلادي کال له پیل راهیسي د پولیو نهه مثبتي پېښي ثبت سوي دي.