مسوولین: په کندهار کي سږ کال له دولسم ټولګيو څخه ۳۲۶۳ تنه فارغ سوي دي

د کندهار ولایت د پوهني رياست وياند مولوي احمدجان نظري وایي، چي په دغه ولایت کي سږ کال د ښار او ولسوالیو لېسو له دوولسم ټولګیو څخه ۳۲۶۳ تنه فارغ سوي دي.
د هغه په وینا، فارغ سوي ځوانان اوس مهال پوهنتونونو ته د ورتګ په موخه د کانکور ازمويني لپاره تياری نيسي.
هغه وويل، چي په نوي تعليمي کال کي د شاوخوا ۱۰۰ زره نویو زده کوونکو د جذب پلان لري.
د پوهني رياست وياند د ښوونځيو د ودانيو ترميم او جوړيدو په اړه وایي، چي په تېر ۱۴۰۲ ل کال کي یې د ښار په ګډون په يوشمېر ولسواليو کي ۳۱ ښوونځي ترميم کړي او دوه ښوونځي يي نوي جوړ کړي دي.
کندهار کي له لېسو څخه تر درې زیات ځوانان پر داسي مهال فارغیږي چي له شپږ ټولګي پورته د نجونو پر مخ لا هم ښوونځي او پوهنتونونه بند دي.