مسوولین: په کندها رکي تېر کال ۲۱۲ زره پېژندپاڼي وېشل سوي دي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېر ۱۴۰۲ کال کي په کندهار کي ۲۱۲ زره او ۶۶۰ پېژندپاڼي وېشل سوي دي.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخي، په دغو پېژندپاڼو کي ۱۵۴ زره ۲۸۸ برېښنایي او ۵۸ زره ۲۷۳ کاغذي پېژندپاڼي شاملي دي.
د مسوولینو په وینا، د دغو خدمتونو له لاري ۱۰۷ میلیونه او ۱۵۶ زره افغانۍ ترلاسه سوي دي.
په کندهار کي دا مهال یوه د اسان خدمت او دوې د برېښنایي پېژندپاڼو څانګي فعالي دي خو خلک شکایتونه کوي چي پر دغه څانګو د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او د کندهار لپاره بسنه نه کوي.