مصدق مالک : نړیوالو بندیزونو د ایران او پاکستان ترمنځ د ګازو د پایپلاین پروژه پېچلې کړې ده

د پاکستان د فدرال د پترولیم وزیر مصدق مالک وايي چي نړیوالو بندیزونو د ایران او پاکستان ترمنځ د ګازو د پایپلاین غزولو پروژه پېچلې کړې ده.

رسنۍ وايي چي ایران پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چي په پروژې کي دي د خپلي برخي کار بشپړ کړي، که یې ونه کړي ۱۸ میلیارد ډالر جریمه به پرې کوي. دغو راپورونو د پاکستان په مشرانو جرګې کي بحثونه پارولي دي.

مصدق مالک په دغي جرګې کي تېره ورځ د ایران د جریمې د خبرداري په اړه وویل، دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده چي نړیوال بندیزونه په کښي دخيل دي.

د مارچ په میاشت کي د پاکستان د پترولیم وزیر سیمه ایزو خبریالانو سره په غیر رسمي خبرو کي ویلي وو پاکستان به د پایپلاین د پروژې په اړه خپل دریځ متحدو ایالتونوته څرګند کړي.

د مارچ په میاشت کي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ویلي وه چي د ایران او پاکستان په تائید سره دا پروژه ښه روانه ده. هغې دا خبره هم کړې وه چي پاکستان د پروژې د نورو دخيلو برخو څخه کوم شکایت ترلاسه کړی نه دی.