مصر او پاکستان ټینګار کړی چي د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهاله هوکړي د عملي کېدو بهیر باید بېرته پیل سي

مصر او پاکستان ټینګار کړی چي د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهاله هوکړي د عملي کېدو بهیر باید بېرته پیل سي، څو په سیمه کي د روانو شخړو د پای ته رسېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو زمینه برابره سي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار په ټیلیفوني خبرو کي د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړي د بیا عملي کولو پر اهمیت خبري کړي دي.
دواړو وزیرانو د سیمي د تاوتریخوالي د راکمولو او د ثبات د بېرته ټینګولو له پاره پر روانو هڅو هم بحث کړی دئ.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک د عملي کولو د بیا پیل غوښتنه کړې؛ هغه تفاهم چي د روان کال د جون په ۱۸مه د ایران او امریکا ترمنځ لاسلیک سوی و.
د دغه تفاهم د منځګړیتوب په بهیر کي پاکستان مهم رول درلود.
عبدالعاطي او دار همداراز د یوه هراړخیز او دوامدار توافق پر اړتیا ټینګار کړی، چي د سیمي امنیت او ثبات پیاوړی کړي او د شخړو د لا پراخېدو مخه ونیسي.

دواړو هیوادونو ټینګار کړی چي د خبرو اترو او دیپلوماتیکو هڅو دوام کولای سي د سیمي د کړکېچ د کمولو او د اوږدمهالي سولي له پاره زمینه برابره کړي.