معلولینو او کونډو ته ۱۵ ملیارډ افغانۍ ورکول سوي

د شهیدانو، معلولینو چارو  وزارت مسؤلین وايي، په تېر ۱۴۰۲ لېږدیز لمریز کال کي ئې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۱۵ ملیارډه، ۴۰۷ ميلیونه او ۷۰۸ افغانۍ میاشتني معاشونه ورکړي دي.

د یاد وزارت چارواکو نن (چهارشنبه) د رسنیو په مرکز کي ویلي، یاده اندازه پیسې ئې ۶۱۲ زره او ۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د تېر کال په جریان کي په میاشتواره ډول ورکړي دي.

د یاد وزارت مسؤلینو ویلي، دا مهال ۶۵۳ زره او ۲۶۵ تنه یتیمان، کونډي او معلولین تثبیت سوي دي چي، له جملې څخه ئې ۲۶۴ زره او ۳۳۵ کسان په سیسټم کي درج او ۲۸ زره ۱۸۳ غیر مستحق کسان له یاد سیسټم څخه ایستل سوي دي.