ملالي یوسفزۍ دافغان کډوالو نجونو او مېرمنو د ایستلو لړۍ د درېدو غوښتنه وکړل

ملالي یوسفزۍ د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه کړې، چي په زور او جبر له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو نجونو او مېرمنو د ایستلو څخه دي د انساني او بشري همدردۍ له امله ډډه وکړي.
هغې د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه کړې، چي د هغه افغان نجونو او مېرمنو ملاتړ دي وکړي، چي په افغانستان کي ئې ژوند په خطر کي وي.
د هغې په خبره اوس مهال چي افغان کډوالي نجوني او مېرمني د پاکستان دحکومت له خوا په زور او جبر ایستل کیږي، دا د نړۍوالو بشري حقوق او انساني کرامت خلاف عمل دئ، او د پاکستان د حکومت څخه ئې د سمدستي درېدو غوښتنه وکړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *