ملا خیرالله خیرخواه وايي، د مس عینک په کان کي موجود لرغوني آثار خوندي ساتل کیږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کي د مس ‌عینک کان د استخراج عملي چارو د پیل په مراسمو کي د دغه کان استخراج د افغانستان د تاریخ ویاړمنه شېبه بللې ده او ډاډ یې ورکړی چي دلته موجود لرغوني آثار به خوندي وساتل سي.
په دغو مراسمو کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ویلي دي، د مس عینک د کان کیندنه له اړخ طرف څخه د مځکي د تل طرف ته پيلېږي ترڅو تاريخي آثار محفوظ پاته سي.
هغه زیاته کړې، چي د تاريخي آثارو ساتنه او د کان کیندنه په هم مهاله توګه یو پېچلی کار وو چي د ښکېلو اړخونو په همږغۍ په ښه توګه د یوې قوي طرحي په پلي کولو سره مدیریت، حل او پیل سو.
خیرخواه، همدا رنګه له ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کړې چي د آثارو د ساتني په برخه کي د طرحي مطابق اغېزمن ګامونه پورته کړي.