ملا عبدالغني برادر او امیر خان متقي د حماس د سیاسي دفتر له مشر سره کتلي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وايي، د ایران په پلازمېنه تهران کي، د ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیة سره کتلي دي.
هغه په دې اړه چي دې مشرانو پر کومو مسایلو خبري کړي نور جزیات نه دي ورکړي.
د ا.ا چارواکو په ګډون د سیمي یو شمېر لوړپوړي چارواکي پرون تهران ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په جنازه کي د ګډون په موخه تللي وه.