ملا فضل الرحمان وايي په پاکستان کي اصلي واک د پوځ په لاس کي دی او د خپلي خوښي پریکړي کوي

د جمیعت علما اسلام مشر ملا فضل الرحمان ویلي، چي په پاکستان کي هيڅ جمهوريت نسته هرڅه د پوځ په لاس کي دي او همدا پوځ ولسي جرګې جوړوي.
د هغه په وینا، اوس حالات دې ځای ته رسېدلي دي چي د پوځ په وینا په قانون کي بدلونونه راځي او قوانین جوړیږي.
هغه ویلي، چي د ۲۰۲۴ ز کال د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کي په ترسره سویو عامو انتخاباتو کي درغلي سوې ده.
ملا فضل الرحمان زیاته کړې، له پاکستان څخه شاوخوا ۳۰ زره وسله وال کوم چي د امریکا ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللي ول اوس په پوره قوت سره بیرته پاکستان ته تللي دي.
ده ویلي، په خیبر پښتونخوا کي د پرمختیایي کارونو په قراردادونو کي ۱۰ سلنه برخه وسله والو ته ورکول کیږي.