ملا فضل الرحمن وایي، په پاکستان کي د ناامنۍ مسوولیت دي پر افغانستان نه اچول کیږي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل الرحمن تازه یوې غونډي ته په وینا کي ویلي، اسلام اباد شل کاله خپلي هوایي اډې امریکا ته ورکړي وې خو ا.ا یې تر اوسه په اړه شکایت نه دی کړی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په حواله نوموړي ویلي، د پاکستان حکومت په دغه هیواد کي د روانو نا امنیو په کنټرول کي پاته راغلی؛ نو غواړي پر دې موضوع د پردې اچولو لپاره د ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.
فضل الرحمن همداراز ویلي، که وسله وال له افغانستانه ورځي نو پر کرښه پراته پوځیان یې ولي مخه نه نیسي.
پاکستان اکثره وخت تور لګوي، چي له افغان خاوري وسله وال ور اوړي او هلته بریدونه کوي خو ا.ا بیا د دوی دغه ډول تورونه رد کړي او په دغه هیواد کي یې داخلي کړکېچ د دوی داخلي مسله بللې.