ملګرو ملتونه: د نجونو زده‌کړه د افغانستان کورنۍ مسئله نه ده بلکي دغه هیواد په دې برخه کي نړیوال مسوولیت لري

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، بشري حقونه په تېره د ښځو حقونه د دوی د بحثونو یوه محوري موضوع جوړوي او په افغانستان کي هم د نجونو زده‌کړه یوازي کورنۍ مسئله نه ده.
روزماري ډيکارلو د دوحې په ناسته کي د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون چي د نجونو تعلیم یې د افغانستان داخلي مسئله بللې وه ویلي، چي افغانستان یو شمېر نړیوال کنوانسیونونه، معاهدې او تړونونه لاسلیک کړي چي د بشري حقونو او مدني حقونو په اړه متمرکزه دي.
د هغې په وینا، دا مهمه نه ده چي حکومت بدلیږي، خو افغانستان د یوه هیواد په توګه تړونونه لاسلیک کړي نو په دې لحاظ دا یوازي یوه داخلي مسئله نه ده.
هغې زیاته کړې، د دوحې د درېیمي ناستي په ټولو اصلي او حاشیوي مجلسونو کي یې د ښځو د کار او تعلیم پر مسئلې او اهمیت ټینګار کړی دی.