ملګرو ملتونو د افغان کډوالو سره د بېړنيو مرستو د ډېريدو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیسارۍ د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د راتګ په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د بشري اړتیاوو د پوره کولو له پاره ئې د نړۍوالو بشري سازمانو څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیسارۍ له خوا په نشر سوي راپور کي ويل سوي دي، چي يوازي په یوه ورځ د ایران څخه تر ۴۳ زره زیات افغان کډوال افغانستان ته راغلي، چي دلته بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري چي بايد ورسره وسي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چي د کډوالو د ستنېدني تمرکز په څو ځانګړو سیمو کي د کوربه ټولنو پر اوږو دروند فشار اچولی دئ، چي په ياده برخه کي نور خيريه سازمانونه هم بايد له هغوی سره خپل د توان تر کچي پوري همکاري وکړي.
د راپور له مخي، د افغان ښځو او نجونو له پاره په افغانستان کي ژوند د سختو محدودیتونو او بنسټیز تبعیض سره مخ دئ.
د يادوني وړ ده، چي په وروستیو میاشتو کي د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدني بهیر زیات سوی، چي دغه کډوال دلته افغانستان کي د سرپناه نه موجوديت، د روغتيايي خدماتو کمښت ، د کار نه شتون او دې ته ورته نورو ستونزو سره مخ دي.