ملګرو ملتونو د يکشنبې په ورځ په خپل تازه نشر سوي راپور کي ويلي، چي په نړۍ کي د زده کړو څخه د بې برخو کوچنيانو او ځوانانو ګراف ورځ تر بلي لوړېږي.
د ياد سازمان په وينا چي په ټوله نړۍ کي اوس مهال ۲۷۳ ميليونه کوچنيان او ځوانان د زده کړو څخه بې برخي دي او ښوونځي ته لاس رسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د راپور په حواله چي په نړۍ کي د زده کړو څخه د کوچنيانو د بې برخي کېدو لوی لاملونه اقتصادي ستونزي، جګړې او د نفوس زیاتوالی دئ.
په راپور کي راغلي، چي په ټوله نړۍ کي له هرو شپږو کوچنيانو څخه یو له زده کړو بې برخي دئ او یوازي له هر دریو زده کوونکو څخه دوه تنه د متوسطې دورې زده کړي بشپړوي.