ملګرو ملتونو په فلسطیني مځکو کي د اسرائیل د ‘ناقانونه’ اشغال د ختمېدو غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو په رسمي ډول په فلسطیني مځکو کي په ۱۲ میاشتو کي د اسرائيل د اشغال د ختمېدو غوښتنه وکړه او وایي که داسي ونه کړي، بندیزونه به ورباندي ولګول سي.
د ملګرو ملتونو دا پرېکړه لیک الزامي نه دی او اسرائیل ادعا کوي چي دا به تاوتریخوالی زیات کړي.
د ملګرو ملتونو دا پرېکړه د عدالت د نړیوالي محکمې د مشورتي نظر په اساس تصویب سوې چي وايي له ۱۹۶۷ میلادي کال راهيسي د فلسطیني مځکو اشغال «ناقانونه» دی.
د ملګرو ملتونو غړو د دغه پرېکړه لیک په ملاتړ ۱۲۴ موافقې، ۱۴ مخالفي او ۴۳ ممتنع رایي ورکړي. د فلسطین استازي دا مصوبه «تاریخي» بللې ده.
دا پرېکړه لیک له اسرائيل څخه غواړي «چي له ځنډ پرته د فلسطین په قلمرو کي خپل ناقانانونه موجودیت پای ته» ورسوي.
دا اقدام داسي مهال سوی چي څو ورځي وروسته د حماس او اسرائيل ترمنځ د رواني جګړې یو کال پوره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *