ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانانو پر اقتصادي وضیعت اندېښنه ښوولې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP یو ځل بیا د افغانانو پر کمزوري اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چي افغانستان په نړۍ کي د هغه هیوادونو په کتار کي دی چي له سخت غذايي بحران او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د دغه پروګرام ویاند فلیپ کروف د ځينو رسنیو سره په خبرو کي ویلي چي ښځي او ماشومان تر نورو زیات د لوږي او غذايي توکو له کمښت سره مخ دي.
د هغه په وینا، د افغانستان په هر ولایت کي د خوړو نه خوندیتوب د زیاتېدو په حال کي دی او یو پر دریمه برخه وګړي چي شمېر یې شاوخوا ۱۶ میلیونه ته رسېږي له لوږي سره مخ دي.
د اسلامي امارت اړوندو ادارو که څه هم په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د اقتصاد وزارت تر دې وړاندي ویلي وه چي مرستندویه ادارې پر ډيرو واقعیتونو سترګي پټوي او بشري وضعیت په هغه اندازه نه دی خراب لکه څنګه چي یې دوی یادوي.